د مات زړګي آواز اوښکې زما مني نې مني
لېمو کې مې د ستورو دا بريښنا مني نې مني
ما مينه کې په هاغه داسې کړى باور لکه
باور وکړى يو ړوند په يوه بينا مني نې مني
هاغه وې کفن سپين وي خو ما ډيرې جنازې
په سرو جامو کې وليدې چې دا مني نې مني
د ژوند د تياريوو سودا هر څوک کړي مني يې
د مرګ د تياريوو څوک سودا مني نې مني
ما مينه داسې کړې چې ثاني مې چيرې نشته
چې دا مې هم له دې ټولو جدا مني نې مني
جاويد فصيح،بليغ دى دا ته وايې که هاغه هم
ددې۔ ناياب۔ غمي دومره ځلا مني نې مني