په ټوله پښتنه مينه مو پريشانه ستوري ادبي جونګړه کې هرکلی کوم ، هيله ده چې خپلې زرينې شيبې مو په خوشالئ راسره تيرې کړي وي ، خداي دې وکړي چې زما زيار مو د پام وړ ګرځيدلاي وي د پاي کرښو کې هيلمن يم چې دا پاڼه خوښه کړئ او له نور و ملګرو سره يې شريکه کړئ . مننه

6.30.2016

سلۍ چليږي


له کال اوږده  يې   يوهر  لمحه ده  او سيلۍ چليږي
د  بېلتانه   شپه    خو  نو   شپه   ده  او سيلۍ   چليږي

دا  يې   يادونه   بهوي   له   سترګــو  اوښکې  او  يـا
د    غره    لمنه  کې    چينه   ده   او   سيلۍ    چليږي

د   وخت  ‌‌ظالم   مو  بېلتانه کــرښه  ترمنځ کښلې ده
را پورې   زه    پورې    هاغه   ده   او  سيلۍ چليږي

لکه  درياب  په  کاڼو   وولې  کاڼي   ځـان کې  ورک کــړي
داسې   مې   زغم    هـره     دغمــه   ده   او   سيلۍ  چليږي

له وړاندې تګ نه مې زړه  پريوځي خو لا شته دی يو څوک
وايي    درځــه    چې    هــوا    ښه    ده  او   سيلۍ  چليږي

دا   هم   ګلبڼ   و  اوس   چې  هـرڅه   لوټې، لوټې ښکاري
پـــه    سيمـې   لا    هـم      زلـزلـه   ده   او   سيلۍ  چليږي

يمـه   په   دې     هيله    د  يــار    ديدن   چې    وکـړمه  پرې
جـــاويـد     په    لپه  کې     ډيوه     ده   او     سيلۍ  چليږي

No comments:

Post a Comment