که خواږه وي که ترخه ويلای
نه شم
راشي تېر شي خو په خوله ويلای
نه شم
داسې قام کې مې ژوند ونه زر
غونه چې
بد ته بد او ښو ته ښه ويلای
نه شم
لا په دومره وير او درد کې
دردمن نه دی
زړه به وي خو ورته زړه ويلای
نه شم
ګونګی نه يم څه څپې مې واخلي
راشي
چې ستا وړاندې ښکليه څه ويلای
نه شم
مرګی ښه بولم له داسې ژوند
جاويده
چې ژوند
حال په ژوندانه ويلای نه شم
No comments:
Post a Comment