چې يوه لمحه يې جسم ، روح او نه وي زړه بې غمه
له داسې غمه به څوک څنګه شي بيده بې غمه
د دغوو خلکو او زما ترمنځ بلها توپير دی
زه يم روژه خو هغوي څښي رڼې اوبه بې غمه
دی دی که نه دی لا خبر مې له وژونکي رنځه
شي به خبر که ما کړي دا له ژوندانه بې غمه
منم له غمه شم بې غمه د اشنا پر ليدو
ځکه موسکا کې راته ووې نن هاغه بې غمه
د خپل
بندي مارغه هر حال څښتن پالنه کوي
زه ستا بندي یم له بندي خپل نه شې ته بې غمه
ښه پرې
پو هيږي را نجو تورې سترګې وژني جاويد
خو يار
يې بيا ، بيا لګوي لا تور رانجه بې غمه
No comments:
Post a Comment