شپه ورځ به تيره
کړم پدې وير او
ژړا اختر کې
زه به جامې غواړم وهي به مې مور بيا اختر کې
خوږې خبرې يې کړي ښاد ، شي په ترخو دردمن زړه
چې دې زړه راکړ هيلې وي به خا مخا
اختر کې
موږ غريبان سهار روژه ماښام نهار بيدو شو
سرسايه ، عشر
او ذکات وي د ملا اختر کې
دا دې قدرت او دولت وږو مرګ او درد هير کړی
دا بې پروا به زموږ څه وکړي پروا اختر کې
هر يو چې هر چيرې ځي ، ځي خو بې مطلبه نه ځي
همدا توپير دی د پخوا او نن سبا اختر کې
هرڅه دې واخيستل په وير
ژړا څوک پايي خدايه!
له موږ غريبو
دې اخيستې واي چې ساه اختر کې
دا ځل په شخړه يم له ځان سره نو ماتې به خورم
دا ځل مې پرېنږدې جــــاويده يو تنها اختر کې
No comments:
Post a Comment