له کال اوږده
يې يوهر لمحه ده
او سيلۍ چليږي
د بېلتانه شپه خو نو
شپه ده او سيلۍ
چليږي
دا يې
يادونه بهوي له سترګــو اوښکې او يـا
د غره لمنه
کې چينه ده او سيلۍ چليږي
د وخت ظالم مو بېلتانه کــرښه ترمنځ کښلې ده
را پورې زه پورې هاغه ده او سيلۍ چليږي
لکه درياب په
کاڼو وولې کاڼي ځـان کې ورک کــړي
داسې مې زغم هـره دغمــه ده او سيلۍ چليږي
له وړاندې تګ نه مې زړه
پريوځي خو لا شته دی يو څوک
وايي درځــه چې
هــوا ښه ده او سيلۍ چليږي
دا هم ګلبڼ و اوس چې هـرڅه لوټې، لوټې ښکاري
پـــه سيمـې لا هـم زلـزلـه ده
او سيلۍ چليږي
يمـه په دې هيله د
يــار ديدن چې وکـړمه
پرې
جـــاويـد په لپه
کې ډيوه ده
او سيلۍ چليږي
No comments:
Post a Comment