په ټوله پښتنه مينه مو پريشانه ستوري ادبي جونګړه کې هرکلی کوم ، هيله ده چې خپلې زرينې شيبې مو په خوشالئ راسره تيرې کړي وي ، خداي دې وکړي چې زما زيار مو د پام وړ ګرځيدلاي وي د پاي کرښو کې هيلمن يم چې دا پاڼه خوښه کړئ او له نور و ملګرو سره يې شريکه کړئ . مننه

8.02.2016

اوږدې دي


را وخيــږه   سپــوږمۍ  لارې    تيــارې     دي     نــو   اوږدې   دي
کـه   څـه    هم    دغـه    شپــې   ډيرې    وړې    دي   نو  اوږدې   دي

بخـښـنــه    بـه     کــــوم    خـو    هيرولـــی     چيرې      نـه    شم
د   ځينــو     پرهـــارو     د     درد    شيبــې    دي     نو     اوږدې   دي

ټول    خلک    دي     بيــده   خو     زه    او    شمعه ، پتنګ    ويښ  يوو
زمــوږ      درې      ليونيـــانو     که     کيســې    دي    نو  اوږدې  دي


د    ښو     ورځو     په   هيلــه   يم   خو   پوه    نه  يم   چې   ولې
لا   تيرې   ورځې   ښې   دي   دا  ترخې   دي    نو   اوږدې   دي

چې  تللې  خپل  بيلتون   به   دې   هم  وړی   وای  جــــاويده
چـ+ې   ستا  د    بيلتانه    سره    مې   شپې   دي   نو  اوږدې  دي


No comments:

Post a Comment