غزل
د ژوند لمهې د مرګ شوې چې بې تاځي او راځي
اې! ژوند خو څه دا نه وي چې بس ساه ځي او راځي
چې شپه شي د کنډر زړه پرده ښوري راشي څوک
نور څوک شته خو ستا ياد لکه هوا ځي او راځي
چې ته نه وې خندا او خوښي نه وي وې منه
وږمې او خوشبويي د ګل تر خوا ځي او راځي
پوهيږي چې دې دنګ پل نه را لويږو يوه ورځ
خو څه ليوني ګورئ چې پرې بيا ځي او راځي
که جوړه په دې بام شوله يوه بله ودانۍ
له بام به جوړ شي فرش ټول به په دا ځي او راځي
جاويده يو دى نه دى چې يې وليد تا تصوير
ډير نور شته چې ددې فلم ترشا ځي او راځي

No comments:
Post a Comment