غزل
هاغه ته نه وايي درد غم چې راکوي زړګي ته
ماته ټول وايي ور کړه صبر تسلي زړګي ته
خوب تښتېدلاى زړه مات مات دى او قرار هم نشته
صبره! نور څومره صبر ووايم ټپي زړګي ته
په ويرانه کې ويرانه نه ده نو څه يې بولې
بې ساه بدن او په کې ښخ ستي ستي زړګي ته
سکون هاغه و نه پوهيږم که و هاغه سکون
هاغه چې پريښوم اوس سکون هم نه راځي زړګي ته
څومره بېوزله او مجبوره کړ ستا مينې جاويد
نه يې د ځان کړې نه يې ورکړله خوښي زړګي ته

No comments:
Post a Comment