په ټوله پښتنه مينه مو پريشانه ستوري ادبي جونګړه کې هرکلی کوم ، هيله ده چې خپلې زرينې شيبې مو په خوشالئ راسره تيرې کړي وي ، خداي دې وکړي چې زما زيار مو د پام وړ ګرځيدلاي وي د پاي کرښو کې هيلمن يم چې دا پاڼه خوښه کړئ او له نور و ملګرو سره يې شريکه کړئ . مننه

1.17.2019

غزل

هاغه ته نه وايي درد غم چې راکوي زړګي ته
 ماته ټول وايي ور کړه صبر تسلي زړګي ته

خوب تښتېدلاى زړه مات مات دى او قرار هم نشته
صبره! نور څومره صبر ووايم ټپي زړګي ته

په ويرانه کې ويرانه نه ده نو څه يې بولې
بې ساه  بدن او په کې ښخ ستي ستي زړګي ته

سکون  هاغه و نه پوهيږم که و هاغه سکون
هاغه چې پريښوم اوس سکون هم نه راځي زړګي ته

څومره بېوزله او مجبوره کړ ستا مينې  جاويد
 نه يې د ځان کړې نه يې ورکړله خوښي زړګي ته

No comments:

Post a Comment