دا چې ډلو نه کناره وي ما ښام
ځانته ناست مارغه بېمار وي ما ښام
زه چې تش لاس ستا له دره ځمه لکه
خوار سوالګر روان له ښاره
وي ما ښام
مکايل په شړق اورښت کړي خو ياد
ستا مې
په مخ جوړ اوښکو پواره
وي ما ښام
چې يې هيلې په اوږده واټن تړلي
خامخا به يې په لاره وي ما ښام
بيا نري ، نري ز ګيروي په غوږو اورم
بيا په چا به بې ديداره وي ما ښام
جاويد ستا په ذکر بوخت خو خلک وايي
دا سړی ناست څه له پاره
وي ماښام