وخت مو له کور کلي د سر سړي بَهَر ته راوړي
د خير موضوع په لوی لاس واخلي هاغه شر ته راوړي
هلته هېواد د بېغرم په څېر د جنګ ډګر شو
د ژوند دښمن شوو ژوندي وژنو مړي وړو په اوږو
لکه دريا ب کړي غرق انسان او مړی سر ته راوړي
مخکې به ښار کلي ته کډې غرو له څوکو را تلې
اوس نر هاغه چې له ښار ، کلي کډه غر ته راړي
زموږ د قام مېړني لاړ شي څو پيسو په خاطر
د اور لمبې کوټې ، کابل او پښاور ته راوړي
مړي درنښت وو مړ به يې کړ او بيا به يې سيوري ته کړ
اوس يې چې مړ کړي نور را،کاږي څو يې لمر ته راوړي
اوس هم يو څوک شته ژړوي او خندوي مې جاويد
اوس هم يو څوک شته چې مې ګوتې زړه ځيګر ته راوړي
احمد جاويد منګل
No comments:
Post a Comment