په ټوله پښتنه مينه مو پريشانه ستوري ادبي جونګړه کې هرکلی کوم ، هيله ده چې خپلې زرينې شيبې مو په خوشالئ راسره تيرې کړي وي ، خداي دې وکړي چې زما زيار مو د پام وړ ګرځيدلاي وي د پاي کرښو کې هيلمن يم چې دا پاڼه خوښه کړئ او له نور و ملګرو سره يې شريکه کړئ . مننه

7.29.2015

پرېږده


يو   وايي    دغه   کلي   دا     چنار    خلکو     ته    پرېږده 
يو   وايي   د  ساقي   محفل   بنډار   خلکو     ته    پرېږده

زه   خپلې  بې  وسۍ    ته    په    ژړا      يم    خو     زړګيه
د   اوښکو   په    تسبو   پيلی   هار      خلکو     ته     پرېږده

ژونديوو    قدر   نه    کړي    پدې   هيله   نه    شې   پاتې
سيالۍ کې   جوړول   يې   د    مزار   خلکو     ته   پرېږده

د وړاندې تګ خو نه شوې خو د لويې لارې خنډشو
په    لويه    لار    کې   خنډ   سړيه   لار  خلکو  ته   پرېږده

هاغه   به   وې    فتنه   چې   کله   ډېره     شي     جاويده
د   غره   لمنه    ونيسه   او      ښار    خلکو     ته     پرېږده

No comments:

Post a Comment