په ټوله پښتنه مينه مو پريشانه ستوري ادبي جونګړه کې هرکلی کوم ، هيله ده چې خپلې زرينې شيبې مو په خوشالئ راسره تيرې کړي وي ، خداي دې وکړي چې زما زيار مو د پام وړ ګرځيدلاي وي د پاي کرښو کې هيلمن يم چې دا پاڼه خوښه کړئ او له نور و ملګرو سره يې شريکه کړئ . مننه

7.29.2015

ما ډير ژړلي


پټ  مې  د   هر   ټپ   د    دوا   په   هيله   ډير   ژړلي
دې   سودايي    ددې    سودا   په   هيله    ډير   ژړلي

عمر  شو   تېر   د   شنډې   ونې   د   مېوې   په   هيله
ما    بې     وفا   ته   د      وفا     په     هيله     ډير      ژړلي

نن   هاغه   هم   د      تېرې     تورې     ګوزارونه   کوي
ما چې  يو  وخت  د  هاغه  چا   په    هيله     ډير    ژړلي

بېلتانه  شپو  اوښکو   ډيوو  د   ياد    څپو    په   غېږ   کې
رڼا  ،  رڼا   تـه  د    رڼا    پـه        هيلـه         ډير       ژړلي

د هډ چنجي غوندې  رقيب مې  ژوند  پَوړۍ  خوړلي
ددې  بلا  له   غم   مې     خدايږو   بلها     ډير     ژړلي

چېرې  چې  زړه  وي   هلته درد  غمونه وي خو  اشنا
تا به  د  چا  خو    جاوېد    ستا   په    هيله     ډير     ژړلي

No comments:

Post a Comment