په ټوله پښتنه مينه مو پريشانه ستوري ادبي جونګړه کې هرکلی کوم ، هيله ده چې خپلې زرينې شيبې مو په خوشالئ راسره تيرې کړي وي ، خداي دې وکړي چې زما زيار مو د پام وړ ګرځيدلاي وي د پاي کرښو کې هيلمن يم چې دا پاڼه خوښه کړئ او له نور و ملګرو سره يې شريکه کړئ . مننه

7.31.2015

شبنم کړې د ګلپاڼوپه رخسار بلې ډيوې

شبنم    کړې  د   ګل پاڼو   په   رخسار   بلې   ډيوې
که  اوښکې   مې  په  مخ   شولې  قطار   بلې   ډيوې


په خيال کې  د اشنا  شين   له    خندا   شومه   او   يا
خزان  کې مې کړې   جوړې   د    بهار   بلې   ديوې

سپوږمۍ سفر چې ګورم    شي  را ياد   د   يار   سفر
همداسې   دغوو   شپو ته  مې   وې  يار   بلې   ډيوې

دا څوک مو وژني ستوري او  ګلبن     تالا   کړ    چا
سرونه      پښتانه    دي   که    په   دار   بلې   ډيوې

بسمل  مارغه  په   شان  کوم   زګېروَی   کوم   فرياد
دا  خلق  يې   هسې   بولي  د   اشعار    بلې     ډيوې

ټول  ژوند  تېر په تياروکې کړ جاويد خوله مرګ  پس
اې  خلکو  ورته   نه   کړئ    په   مزار   بلې   ډيوې





No comments:

Post a Comment