په ټوله پښتنه مينه مو پريشانه ستوري ادبي جونګړه کې هرکلی کوم ، هيله ده چې خپلې زرينې شيبې مو په خوشالئ راسره تيرې کړي وي ، خداي دې وکړي چې زما زيار مو د پام وړ ګرځيدلاي وي د پاي کرښو کې هيلمن يم چې دا پاڼه خوښه کړئ او له نور و ملګرو سره يې شريکه کړئ . مننه

8.13.2015

غزل

هلته پاس خلک وي ټيټ ، ټيټ خلک  پاس وي
چې کوم ځای کې انسانيت خرڅ په لباس  وي

په  زړګي  زخمي ، زخمي به وي  چې  وې  يې
په    ژړا     فرياد      ولاړ     مينې      اساس    وي

څه  به وي  ،   په  خوَلو  پټ  مخ    راغله     لکه
د    تاوده    بحر     څپو    کړی      بړاس      وي

هاغه   چا     هم       ښه     کره     خبره      کړې
چې کامياب  سړي  ترشا   د   ښځې   لاس   وي

له  کوډګرو کليمو    جاويد    بيت    جوړ    کړي
ځکه  هر  لفظ  يې د  باس  او   د  وسواس   وي

No comments:

Post a Comment