په ټوله پښتنه مينه مو پريشانه ستوري ادبي جونګړه کې هرکلی کوم ، هيله ده چې خپلې زرينې شيبې مو په خوشالئ راسره تيرې کړي وي ، خداي دې وکړي چې زما زيار مو د پام وړ ګرځيدلاي وي د پاي کرښو کې هيلمن يم چې دا پاڼه خوښه کړئ او له نور و ملګرو سره يې شريکه کړئ . مننه

2.05.2015

درد او پرهار څخه فرياد . نوی غزل


پټ  مې  د   هر   ټپ   د    دوا   په   هيله   ډير   ژړلي
دې   سودايي    ددې    سودا   په   هيله   ډير   ژړلي

عمر  شو   تېر   د   شنډې   ونې   د   مېوې   په   هيله
ما    بې     وفا     ته    د    وفا   په   هيله     ډير    ژړلي

نن   هاغه   هم   د    تېرې    تورې    ګوزارونه   کوي
ما چې   يو  وخت  د   هاغه  چا  په  هيله   ډير  ژړلي

بېلتانه   شپو   اوښکو   ډيوو   د  ياد  څپو  په  غېږ کې
رڼا  ،  رڼا   تـه    د    رڼا     پـه     هيلـه     ډير      ژړلي

د هډ چنجي غوندې رقيب مې ژوندپَوړۍ خوړلي
ددې  بلا   له   غم    مې   خدايږو    بلها    ډير   ژړلي

چېرې چې زړه  وي هلته  درد  غمونه  وي خو اشنا
تا به  د  چا  خو    جاوېد   ستا   په   هيله    ډير   ژړلي

No comments:

Post a Comment